د غزني نا امنیو د اوبو بندونه غیر فعال کړي دي

comments 0

22 Views

هندوکش – غزني: د غزني سیمه ییز چارواکي وایي چې، چارواکي: ناامنیو په غزني کې د اوبو ستر بندونه غیرفعال کړي

د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ د جګړو له امله په دغه ولایت کې د اوبو دری ستر بندونه غیر فعال سوي دی.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عبدالمتین قلندري رسنیو ته ویلي، چې له ناامنیو وړاندې په دغه ولایت کې دری بندونه فعال او په پراخه کچه محصولات بهر هېوادونو ته صادرېدل چې نړیوال شهرت یې درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې د وروستیو جګړو له امله د غزني اقتصادي وضعیت په ټپه ولاړ دی او له حکومت څخه یې د اقتصادي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments