د غزني د ټاکنو په تړاو بحثونه کیږي

comments 0

7 Views

هندوکش ـ غزنی: ولسمشر د ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې غزني ټاکنو لپاره بدیلې لارې ومومي.
تېره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې د ملي امنیت شورا په غونډه کې غزني کې د ټاکنو په اړه بحث شوی.
په بحث کې لازم ګڼل شوې چې په غزني کې د ټاکنو په اړه باید تخنیکي او علمي څېړنې وشي او له بحثونو وروسته پرېکړه وشي، خو د ټاکنو له کمېسیون غوښتل شوي چې په غزني کې د ټاکنو لپاره دې بدیلې لارې پیدا کړي.
د ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې وه چې په غزني کې د خراب امنیتي وضعیت او ځينو نورو ستونزو له امله د ولسي جرګې ټاکنې وځنډوي.
غزني کې تراوسه نه نوماندانو نوم لیکنه کړې او نه هم رای ورکوونکو.
غزني ولایت کې لومړی خلکو حوزوي ټاکنې غوښتې او کله چې ټاکنې حوزوې شوې، یوې بلې ډلې غزني یوه حوزه غوښتله چې د کمېسیون دروازه یې تړلې وه.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments