د غزني جګړې ناویل شوی اړخ

comments 0

0 Views

هندوکش : غزني: په غزني کې د طالبانو د جګړې له شدت او حشر سره سره ولې دوی نشي کړای څه غواړي ويي کړي. هندوکش خبري آژانس په غزني او نورو سیمو کې د طالبانو د بریدونو تر شا د پټو رازونو په اړه ځینې مستند اسناد تر لاسه کړيدي
هندوکش خبري آژانس په غزني او نورو سیمو کې د طالبانو د بریدونو تر شا د پټو رازونو په اړه ځینې مستند اسناد تر لاسه کړيدي
طالبانو په ځلونو د غزني په ښار ناکامه بریدونه ترسره کړي دا بریدونه ډېری وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي او طالبانو ته درانه تلفات اوښتی.
په غزني کې څه موده وړاندې طالب جنګیالیو د غزني ښار په پوستو د بریدونو هڅه وکړه چې دا هڅه دوئ ته په ډېره درنه بیه تمامه شوه د شمېرو له مخې دوئ تر ۲۵۰ جنګیالي له لاسه ورکړل.
هغه اسناد چې هندوکش خبرې آژانس ترلاسه کړي ښیي چې د غزني جګړه دوه مهم اړخونه لري
لومړی ارخ
د طالبانو تر منځ خپل منځي ستونزې او کشمکشونه دي اسناد ښیي چې طالبان څو ځله د خپلو جنګیالیو لخوا په نښه شوي او وژل شوي دي په وروستۍ پېښه کې یو وسلوال طالب خپل اتلس ملګري هغه مهال په غزني کې ووژل چې د یاد طالب په کور کې د شپې مېلمانه وو ، دې ته ورته پخوا هم ډېری موارد ثبت شوي دي چې طالبانو په خپلو کې سره وژلي .
دا تلفات د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري طالب وسلوالو ته د اړول شویو تلفاتو په نسبت لږ دي، مګر د طالبانو په لیکو کې د درنو کشمکشونو او مخالفتونو ښکارندوی دي، افغان او بهرنیو ځواکونو په تیرو دوه اونیو کې د طالبانو تر ۲۵۰ زیات جنګیالي له ځمکې او هوا په نښه کړي او وژلي لسګونه نور یې ټپیان کړي هم دي.دا تلفات هغه مهال طالبانو ته واړول شول چې دئ د غزني ښار پر پوستو د بریدونو هڅه کوله.
دوهم اړخ
د غزني جګړې تر ټولو مهم اړخ ددې جګړې قراردادي بڼه ده ، مستند اسناد ښیي چې د غزني جګړې قرارداد د کندهار پر مېلمستون برید او عرب دیپلوماتانو د وژلو قضیې ته ورته یو قرارداد دئ د کندهار پر مېلمستون په هغې برید کې چې ذبیح الله مجاهد یې لومړی مسولیت ومانه د اماراتو د سفیر او څو تنه دیپلوماتانو په ګډون د کندهار د والي مرستیال( شمسي) هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او د کندهار والي په ګډون څو تنه ټپیان شول،وروسته څېړنو وښوده چې هغې برید ته د مولوي احمد کندهاري له لوري ځانمرګی بریدګر په کوټه کې د دری میلیونه کلدارو په بدل کې چمتو شوی وو.
اسناد ښیي چې د غزني اوسنۍ جګړه هم په کوېټه کې طالبانو ته په قرار داد ورکړل شوې ښایي دا قرارداد د افغانستان په نورو سيمو کې هم د طالبي بریدونو تر شا شتون ولري دوئ ته په افغانستان کې د هرې پوستې د سقوط او هر غنیمت د نیولو به بدل کې د پاکستانیو بانکونو لخوا پیسې ورکول کېږي…
په هغه مستندو اسنادو کې چې هندوکش خبري آژانس ته رسېدلي لیدل کيږي چې یو کس له غزني څخه د طالبانو د بریدونو مالومات له ایراني شمېرې سره تبادله کوي خو ایرانی لوری تر ده زیات د غزني په اړه مالومات لري ، ایرانی لوری د پوستو سقوط او د طالبانو پرمختګ ردوي او وایي چې هېچا ته (هېڅ طالب قومندان) ته باید پیسې ورنکړل شي ځکه غزني کې هېڅ پوسته نده سقوط شوې او هېڅ غنیمت ندي ترلاسه شوي .
دا اسناد په ډاګه کوي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو درانه تلفات ګاللي د طالب قومندان او ایراني قراردادي تر منځ په شخصي چټ کې ایرانی لوری د خپلو لسګونه ملګرو د وژل کېدو (۳) عرادو فېلډرو او (۱) عراده سراچې موټرانو د ویجاړېدو او له منځه تللو خبره هم کوي ، هغه به غزني کې دطالبانو د بشپړې ماتې یادونه کوي او وایې طالبان پاک ختم دي …
اسنادو کې ایرانی لوری د هغه قرار داد یادونه کوي چې پر بنا یې طالبان د هرې پوستې او غنیمت به بدل کې نغدې پیسې ترلاسه کوي.
سید عبدالله پاچا

Share this page to Telegram

Comments