د غزني جګړه کې د طالبانو سټه وتلې

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: په غزني کې تر ۵۴۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایی د غزني جګړه کې ترڅلورو سوو طالبان وژل شوي چې د ۱۶۴ تنو جسدونه په ښار کې پاتې دي.
نوري وایي په دغو نښتو کې تر سلو ډېر افغان سرتیري او افسران هم وژل شوي دي.
دوالي ویاندوایي په نښتو کې شاوخوا څلوېښت ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د نوري په خبره ۴ سوداګریز مارکیټونه په بشپړ ډول سوځېدلي او لسګونه نورو هټیو هم اور خېستې وو.
نوري زیاته کړه چې طالبانو د دولتي کسانو کورونه هم سوځولي او د دولتي کسانو د کورنۍ غړي او دولتي کسان یی له ځانه سر بیولي دي
طالبان خپل لوري ته هم مرګ ژوبله مني خو وایی کره شمېره یی نده مالومه.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments