د غزني امنیت لپاره ارګ کې غونډه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر له امنیتي مسوولینو غوښتي، چې د غزني د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره لازم تدابیر ونیسي.
له ولسمشر ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر تېر ماښام توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې د غزني چارواکو ته امر کړی، چې تر ګواښ لاندې ولسوالیو امنیتي وضعیت لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
ولسمشر له لوړپوړو امنیتي چارواکو غوښتي چې غزني ولایت ته سفر وکړي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.
طالبانو د غزني په څو ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي خو له دفاع وزارت وایي چې بریدونه له سخت ځواب سره مخ شوي او طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اووښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments