د غاښونو د پاک ساتلو طریقه

comments 0

0 Views

د انسان پر بدن ډول ډول داغونه ليدل کېږي. ځینې پر مخ وي، ځینې پر لاسونو. ځینې پر نور بدن او ځینې پر غاښونو ليدل راڅرګند شي.
تاسې به ډېر نارينه او ښځې ليدلي وي چې پر غاښونو یې سپين، خړ او ژېړ رنګه داغونه وي، چې د وخت په تېرېدو سره همد داغونه انسان ته ډېر زیان رسوي.
که انسان دې سپينو داغونوته ښه متوجه نه شي او پاکوالی یې ونه کړي، همدا سپين داغونه خړ رنګ خپل کړي، او تر ډيرې مودې پورې یې رنګ خړ وي. په خړ رنګ کې پاتې داغونه هم د انسان بدن او معدې ته ډېر تاوان رسوي.
هغه څوک چې له خوراک وروسته خپل غاښونه يا ټوله خوله نه پرېمينځي، پر غاښونو یې د وخت په تېريدو سره داغونه راپيدا کېږي.
څه وخت چې تر ډيرې مودې پورې د انسان پر غاښونو سپين داغونه خړ او بيا نور هم پسې پاتې شي، همدا داغونه ژېړ رنګ سره وليدل شي. تر هغه وخته چې د انسان پر غاښونو داغونه ژېړ رنګ ته رسيږي، بيا یې پاکوالی ډېر ستونزمن وي او هيڅ وخت په اسانۍ سره ژېړ داغونه په ډول ډول درملو نه سپينيږي.
تاسې به فکر کوئ چې د غاښونو داغونه به څه ډول تاوان ولري؟ د انسان پر غاښونو سپين، خړ او ژېړ داغونه پر بدن د برګي مرض، د کولمو د درد (پيچس)، بد هضمۍ، او د سترګو د نظر د کموالي سبب ګرځي.
د همدې داغونو تر شاوخوا يو څه خوراک په غاښونو پورې پاتې کيږي او د وخت په تېرېدو سره کلک شي، چې د مرضونو تر څنګ، چې کله انسان وخاندي، پر غاښونو سپين، خړ او ژېړ داغونه یې ډېر بد بريښي، او هم ترې بد بويي راولاړېږي، چې د انسان پر ظاهري ښايست او معده ډېر بد اغېز کوي.
حل لاره
که پر غاښونو د پاکوالي لپاره په اوړو کې د ورګډولو لږ څه سوډا (Baking soda) له مالګې سره يو ځای پر غاښونو ومږل شي، غاښونه په اسانۍ سره پاکېږي.
همدارنګه، که له لېمبو سره لونګ ګډ کړل شي او پرغاښونو یې ومږي، په اسانۍ سره به پاک کړل شي.

Share this page to Telegram

Comments