د غازي اباد لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي چې د کونړ غازي اباد لپاره د طالبان ولسوال یي وژلی دی.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو تېره ورځ په غازي آباد ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات کړي دي.
په خبر پانه کې وړانډې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو ولسوال ضعیفان الله او یو ملګری یی وژل شوي دي.
ضعیفان الله کونړ کې د طالبانو مشهور قومندان و چې بیلابیلو پېښو کې یې لاس درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments