د عمران خان څرګندونو له غبرګون سره مخ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل او واشنګټن د افغانستان په اړه د عمران خبرې غندلي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د افغان سولې لپاره مثبت ګامونه اخیستي، خو د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ خبرې مثبتې نه دي.
افغانستان کې د موقت یا منځمهاله حکومت جوړولو په اړه د عمران خان وړاندیز ته افغان مشرانو هم سخت غبرګون ښودلی.
خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان راتلونکې د افغانانو لپاره ده او یوازې افغانان په دې اړه پرېکړه کولای شي، او په وینا یې د نړیوالې ټولنې دنده دا ده چې افغانان سره یو ځای کړي او ملاتړ یې وکړي.
افغان حکومت ویلي، پاکستاني سیاستوال باید د افغانستان په اړه په هر ډول څرګندونو کې له پوره دقت او احتیاطه کار واخلي.
له دې سره مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر، د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر او ټولو عامو افغانانو د عمران خان خبرې غندلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments