د عمران خان فتوا او د اسامه شهادت !/ بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو ځل بیا له ترهګرۍ څخه د خپل هېواد د ملاتړ موضوع یو ځل بیا روښانه او مستنده کړه .
عمران خان د پاکستان پارلمان ته غوښتل شوی و، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تازه راپور پر وړاندې د خپل حکومت دریځ روښانه کړي .
یاد شوي وزارت په یوه تازه راپور کې پاکستان بیا د طالبانو په ګډون د ګڼو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه ځای ګڼلی و .
په دغه راپور کې پر پاکستان نیوکه شوې ده چې اوس هم د ټولو تعهداتو خلاف د ترهګرۍ ملاتړ کوي .
د پاکستان حکومت دا دوه لسیزې په مسلسله توګه د ترهګرۍ ډلو ته په پناه ورکولو تورنیږي .
هغه هېواد دا موضوع ردوي، اما معلومه او ثابته ده چې پاکستان تل ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړي دي .
د اسلام اباد په څو کیلومټرۍ کې د القاعدې نړیوالې ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل هم د دغو مسایلو یوه واضحه بېلګه ده .
اسامه ته کلونه – کلونه پاکستاني نظام تر خپلې زنې لاندې په یوه خوندي ځای کې پناه ورکړې وه، چې بالآخره د امریکا استخباراتو کشف کړ او په خاصو عملیاتو کې یې ووژلو .
د پاکستان صدراعظم عمران خان د دې پرځای چې هغه واقعه د خپل هېواد لپاره نړیوال شرم وګڼي، امریکا یې په دغه عملیاتو باندې غندلې ده .
عمران خان چې یو معلوم الحال، مشهور، مستند او په تمامه مانا یو بد اخلاقه، عیاش ، فاحش او له اسلامه ناخبر او منکر سړی ګڼل کیږي، پخوا یې په افغانستان کې د جهاد فتوا هم ورکړې وه .
د عمران خان هغه فتوا او اسامه ته یې شهید ویل په پاکستان کې هم ریشخند شوې او منتقدینو یې د هغه یوه طلاقه شوې عیسوۍ ښځه او د فحشا سلګونه داستانونه ورته پېغور کې یاد کړي .
د امریکا د وزارت خارجه تازه راپور په داسې وخت خپور شوی دی چې افغانستان کې د سولې په نوم د پاکستان او امریکا د معاملې خبرونه تاوده دي .
امریکا ښایي په دغه معامله کې د پاکستان د شوې همکارۍ په استناد په دغه هېواد باندې ثابته کړې وي چې د طالبانو او د دوی د نورو متحدو ترهګرو ډلو پناه ځایونه په پاکستان کې دي .
البته دا موضوع پخوا هم ثابته وه، خو اوس کیدای شي نوره هم مستنده شوې وي او پاکستان امریکا سره د طالب مشرانو له کینولو سره په ځان نورې عریضې کړې وې.
دلته د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې نیت ازمایل کیږي چې د ترهګرۍ د ملاتړو ادرسونو په مقابل کې څه ډول چلند کوي.
ولیدل شي چې امریکا د پخوا په شان اوس هم یوازې په نیوکو او راپورونو اکتفا کوي، د پاکستان خلاف د اقتصادي او نورو بندیزونو ګام اخلي او که د سولې په نوم د روانې معاملې په خاطر د پاکستان هر ډول لحاظ کوي؟

Share this page to Telegram

Comments