د علي پور د نیولو هڅې پيل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ غور: امنیتي ځواکونه لاهم نه دي بریالي شوي چې قومندان علي پور ونیسي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایې، د دغه قومندان د نیولو لپاره پوځي عملیات د شنبې په ورځ سهار پیل شو چې لاهم امنیتي ځواکونه، نه دي بریالي شوي چې نوموړی سیمه ییز قوماندان ونیسي.
هغه وایې، دغه هزاره توکمی سیمه ییز قومندان علي پور د میدان وردکو ولایت څخه غور ته راغلی چې څو ځله یې د غور کابل پر لویه لاره مسافر له موټرو کښته کړي.
د خطیبي په خبره، قومندان علي پور د سیمې د خلکو په ملاتړ د امنیتي ځواکونو پر وړاندي مقاومت کړی چې پرمهال یې اووه ملکيان او څلور پولیس وژل شوي دي.
عبدالحی خطیبي وایې، جګړه اوس پای ته رسیدلي او د قومندان د نیولو لپاره تللي امنیتي ځواکونه بیرته مرکز غور ته راغلي دي.
هغه وایې اوس مهال په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې وضعیت آرام دی او د بیانیولو لپاره یې د عملیاتو کوم پلان نشته.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments