د علماوو په وژنه به د دوی غږ خپه نه، بلکې لا پیاوړي شي / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د اسلام او انسانیت دښمنان یو ځل بیا د روژې په مبارکه میاشت کې په یو نه بښوونکي جنایت لاس پورې کړ او د کابل ښار د نهمې ناحیي په اړوندو سیمو کې د التقوا پر جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال چې چاودیدونکو توکو د مخه د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوي ول یو ترهګریز برید تر سره کړ، چې له بده مرغه په دغه برید کې د هیواد ستر او جید عالم مولوی سمیع الله ریحان له یو تن لمونځ کوونکي سره شهید او ۱۶ تنه نور لمونځ کوونکي ټپیان شول.
شهید مولوی ریحان د هیواد هغه ریښتیني، حق ویونکی او جید دینی عالم چې د روانې جګړې او افغان وژنې خلاف تر ټولو هغه مهم او رسا غږ وو، چې تل به یې د روانې جګړه دیني مشروعیت تر پوښتني لاندې راوستي او همدا رنګه د افغانستان د نظام، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مخکښ ملاتړاو مدافع وو چې تل به یې د غونډو او ناستو پر مهال او د رسینو له لورې د حق او عدالت غږ پورته کاوو، روانه جګړه او افغان وژنه یې د ټولو اسلامي، اخلاقی او انسانی ارزښتونو خلاف عمل او د نورو لخوا پر افغان ملت بانډې د ځینو کړیو او حتي هیوادونو د ناوړو اهداف لپاره تحمیل شوي بلله، چې له بده مرغه د تیري جمعې په ورځ په داسې حال کې پر منبر ولاړ وو او د جمعې خطبه یې لوستله د اسلام او انسانیت د دښمنانو لخوا په ډیره بزدلانه او نامردې سره شهید شو، چې له الله تعالي څخه شهید مولوی ریحان او د هیواد ټولو شهیدانو ته د جنت الفرودس، ټپیانو ته د عاجلې شفا اوعاملینو ته یې د جهنم غوښتنه کوو.
دا به د اسلام او انسانیت دښمنانو لخوا نه لومړنۍ او نه هم وروستي پیښه او جنایت وي چې د دیني علماوو پر وړاندې یې تر سره کړی دی ، ځکه چې دوي په وار وار سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کې هغه جید علما چې تل یې د دوي ترهګریز او غیر اسلامي اعمال غندلي او د دوي جګړه یې ناروا بللی په ډیري برحمي سره په شهادت رسولي دي ، همدا رنګه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یې د دیني علماو تر څنګ زمونږ په هیواد او ولس میین قومی مشران او متنفذین هم د دوي لخوا په ډیري بې رحمي او مظلومانه توګه په شهادت رسیدلي دي، او که چیرته دولت او په ځانګړي توګه امنیتي او کشفی ځواکونه د دغه ډول پیښو مخنیوي لپاره ګوټلي ګامونه پورته نکړي او د هغو دیني علماو چې تل د حکومت له سولیزو برنامه او امنیتي ځواکونو له کړنو څخه ملاتړ کوي، امنیت ته جدي پاملرنه ونکړي، او د دغو پیښو عاملین ډیر ژر پیدا او د قانونو منګولو ته و نه سپارل شي، دا به په راتلوونکي کې د نورو دیني علماو او حتي د هغو قومي مشرانو چې تل له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ کې ولاړ دي او د ترهګرو ډلو غیر اسلامي او انساني اعمال غندي، ډیره بده اغیزه وکړي او د اسلام او انسانیت د دښمنانو د کړنو پر وړاندې به له چپتیا څخه کار واخلي، چې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو او سازمانونو لخوا پر دیني علماوو او قومي مشرانو باندې د بریدونو یوازنې موخه هم همدا ده تر څو د دوي د اعمالو د غندنې پر ځای سکوت غوره کړي.
خو د اسلام او انسانیت دښمنان، طالب او ورته نورې ډلي او دهغوی ملاتړکوونکي باید په دې پوه شي چې د علماو په وژلو سره نشي کولای چې پر هیواد او ولس میینو علماو د سکوت او دینی وجایبو څخه دهغوی دشاتګ سبب شي ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک د باطل پر وړاندی مبارزه کړي اود ځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړ کړی دی .
په پای کې یو ځل بیا د دې تر څنګ چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو(طالبانو او…) دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندو، د الله تعالی له دربار څخه مولوی صاحب ریحان او ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او زمونږ د مظلوم ولس په ځانګړي توګه د دیني علماو دښمنانو ته د جهنم د سخت عذاب غوښتنه کوي

Share this page to Telegram

Comments