د علماوو وژنه له اسلام سره ښکاره دښمني ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

تیره ورځ طالبانو د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالی کې یوتن دیني عالم او ښوونکي چې خپل ګران عمر یې د هیواد د بچیان په ښوونه او روزنه کې تیر کړی وو، د جرم پرته په شهادت رسولي، دا د طالبانو لومړنۍ پیښه او جنایت ندي چې د دیني علماوو پر وړاندې تر سره کړی دی ، ځکه چې څو ورځي د مخه هم د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې څو تنه جید علما چې تل به یې د دوي ترهګریز او غیر اسلامي اعمال غندل په ډیري برحمي سره په شهادت رسولي ول، همدا رنګه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په سلګونو تنه نور دیني علما ، متنفذین او قومی مشران دهمدي ډلي لخوا په ډیري بې رحمي او مظلومانه توګه په شهادت رسیدلي دي .
دطالبانو دغو ناوړو کړنو هېوادوالو ته جوته کړي چې دغه ډله په هیڅ ارزښت او اصولو باور نلري پداسي حال کې چې یو ملا امام په ډیر لږ معاش چې هغه هم دخلکو له لوري ورکول کیږي دخپلي دیني اواسلامي دندي پر بنا د هېواد بچیانو ته دیني او مذهبی زده کړه ورکوي شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي، د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د وینا له مخي (علما دانبیا و وارثین دي ) دوی هڅه کوي چې دیني لارښوني ، ددین احکام ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلکو ته ولیږدوي . دتاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې ددین عالم او امام دځانګړي احترام څخه برخمن دی ، د هېواد په سیاسی ، اجتماعی او فرهنګۍ اړیکو کې دعلما و رول ټولو ته جوت دی لدی امله علما و ډیره قرباني ګاللي ، علما ایماني او انساني رسالت لري ترڅو ولس د شته قضایاو نه خبر کړي داچې ځیني افراطي ډلي (طالبان ) له دین او دیني مولفو او ارشاداتو څخه غلطه ګټه اخلي او له دین څخه دخپلو ناوړه موخو دترسره کولو له پاره کار اخلي نوځکه ددوی دغه ناروا کړني دټول ولس په ځانګړي توګه دعلما و له پاره د منلو وړ ندي او پدي پوهیږي چې ددغو ناخوالو پر وړاندی سکوت ستره ګناه ده او علما هم نه غواړي ترڅو ددی ګناه مرتکب شي لدی امله دیني علما نشی کولای ترڅو دښوونځیو دسوځولو ، دبیګناه ولس د وژلو ، په جومات کې د ماین ایښودلو او څانمرګو بریدونو پر وړاندی چې قربانیان یې زموږ مظلوم ولس دی چپ پاتي شي ځکه علما پوهیږي چې داسلام دسپیڅلي دین په رڼا کې انسان وژنه ، د ټولګټو شتمنیو تخریب او له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیسته ناروا او داسلام ددین خلاف عمل دی له همدی امله زموږ علما ولس ته د رښتینو حقایقو او دطالبانو دناوړو کړنو نه دخلکو د خبرولو په لار کې قرباني ورکړي .
خو طالبان او دهغوی ملاتړي دي پوه شي چې دعلماو په وژلو سره نشي کولای دعلما و د سکوت (چپتیا ) او دینی وجایبو څخه دهغوی دشاتګ سبب شي ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک دباطل پر وړاندی مبارزه کړي اودځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړ کړۍ دی .
دافغانستان د علما و دملی یووالي سراسري شورا ددي ترڅنګ چې دطالبانو دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندي له خدای جل جلاله څخه ټولو شهیدانو ته دفردوس جنت او زمونږ د مظلوم ولس په ځانګړي توګه د دیني علماو دښمنانو ته د جهنم د سخت عذاب غوښتنه کوي.

Share this page to Telegram

Comments