د علماوو له کنفرانسونو د خلکو ملاتړ

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند، خوست او ننګرهار ولایتونو کې ولسي خلکو د دیني علماوو له هغو فتوا او پریکړو هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې جګړه ناروا یاد کړې ده.
هلمند او خوست کې د یکشنبې په ورځ ولسي غونډې وشوې چې پکې د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتل شوي چې د جګړې پر ځای سولې ته مخه کړي.
قومي مشرانو او ځوانانو له طالبانو غوښتي چې د لوی اختر په ورځو کې دایمي اوربند وکړي چې د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.
له دې سره نن دوشنبه په ننګرهار کې په همدې تړاو غونډه جوړه شوې او له ښکیلو غاړو غوښتنه شوې چې د جګړې پر ځای سوله وکړي.
په غونډو کې د افغان او بهرنیو دیني علماوو هغه پریکړې او فتوا ستایل شوي چې د افغانانو پرضد جګړه یې نامشروع یاده کړې او په سوله پکې ټینګار شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments