د عشر او زکات په نوم د طالبانو باج / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبان چې له هغې ورځې راپورته شوي د عشر او زکات په نوم له خلکو باج اخلي او بیا له دې درکه په لاس راغلو پيسو باندې خپل ژوند جوړوي او د اولادونو د راتلونکي لپاره سرمایه ګذاري کوي.
تازه راپورونه دا دي چې طالبانو سرپل ولایت کې پنځه کسان وژلي چې د عشر او زکات له ورکولو یې انکار کړی و، دا به په خپل ډول کې لومړنۍ پېښه نه وي، طالبانو تر دې وړاندې هم ورته پېښې تکرار کړي او د خپل وحشت وروستی حد یې ښودلی دی.
سرپل کې یوه ډله طالبان د غنمو د تریشل پرمهال بزګرو ته ورغلي او د عشر او زکات غوښتنه یې ترې کړې، خو دا چې هر څوک خپل خپلوان او ګاونډیان غریب لري، نو اول حق د هغوی دی چې عشر او زکات ورکول شي، خو طالبان د دې کیسه کې نه دي چې د چا څومره کسان غریب او څومره غیریب ګاونډیان لري، بس یواځې غواړي چې عشر او زکات له دوی پرته بل چاته ور نه کړل شي.
عشر او زکات اسلامي طریقه ده چې په رضا ورکول کیږي، هر لسم من کې یو من ورکول کیږي او بیا د دې تر څنګ خلک نور د خیرخیرات په نوم له حاصلاتو څخه غریبو خلکو ته ورکوي.
دا هغه وخت عشر او زکات حسابیږي چې په رضا ورکول شي، خو کله چې له یو چا په زور اخیستل کیږي، نو دا بیا عشر او زکات نه بلکې باج دی او طالبان په باج اخیستو کې په هیڅ ډول وحشت او دهشت نه دي ایسار.
طالبان د عشر او زکات په نوم باج اخلي او بیا له همدې درکه د کور ضرورتونه پوره کوي او د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره پيسې سپما کوي، دا کار د جهاد او اسلام په نوم کیږي، خو په هیڅ ډول دا طریقه نه د جهاد ده او نه د اسلام، ځکه عشر او زکات د ورکوونکي په رضا پورې تړلی، که یې ورکړ ښه ده، که یې ور نه کړ مجبور نه دی چې چاته یې ورکړي او چاته یې ور نه کړي.
ای کاش دا پيسې چرته کونډې او یتیمانو ته رسیدلی، ای کاش دا پیسې بې وزلو ته رسیدلی، خو همدا پیسې طالبان خپلو منځو کې ویشي او هیڅ مستحق کس ته یې نه ورکوی.
د هرې سیمې خلک په دې پوهیږي چې طالبان څوک او څه ډول خلک دي، له همدې امله ورته عشر او زکات نه ورکوي، خو طالبان بیا دا کار په ظلم سره کوي او له خلکو په زوره پيسې ټولوي.
طالبان زیاتې پیسې د نشه‌يي توکو د کرکیلې او قاچاق له درکه لاس ته راوړي، طالبان په کوکنارو کې هم د زکات په نوم له خلکو پیسې ټولوي او دا پیسې بیا د ځان په ښه کوي.
طالبان نه د اسلام له غمه مړه دي او نه د خلکو له غمه، وسله یې چې غاړې ته اچولي د دې لپاره چې څنګه پيسې پيدا کړي او څنګه خپل ځان او کورنۍ وساتي.
دا چې څنګه پيسې پيدا کولی شي، طالبان په هیڅ باندې ایسار نه دي او هر هغه کار کوي چې د اسلام او انسانیت مخالف وي، خو دا چې د طالب پکې شخصي ګټه وي، نو خلک پرې هم وژني.

Share this page to Telegram

Comments