د عربي هیوادونو په راتلونکو دوو غونډو کې له قطره هم بلنه شوې

comments 0

502 Views

هندوکش – قطر: د قطر هیواد له بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې،د سعودي عربستان پادشا ورته لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې د سعودي عربستان او عربي هېوادونو په دوو بېړنیو غونډو کې ګډون وکړي.
له اوږدې مودې راهیسې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ اړیکې ترینګلې وې. عربستان قطر د ترهګرو په ملاتړ تورناوه او پر دغه هېواد یې ګڼ بندیزونه وضع کړل.
اوس تازه سعودي عربستان په یوه بې ساري اقدام کې دغه هېواد ته بلنه ورکړې چې په دوو بېړنیو ناستو کې ګډون وکړي.
ددغه ناستو هدف په سیمه او عربي هېوادونو کې ثبات ساتل او نارامیو له منځه وړل ښودل شوی دی.
قطر تر دې دمه مهال په دغه غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments