د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم لاریونونه پیل کړل

comments 0

136 Views

هندوکش ــ کابل: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن په کابل کې لاریون کوي. دا ډله وايي، لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي.
د دې انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې نننۍ ورځ به تاریخ جوړوونکې وي.
په همدې حال کې د کابل د ګارنیزیون قومانداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې لاریون لپاره د حضوري چمن ساحه ټاکل شوې ده.
ګارنیزیون له لاریون کوونکو غوښتي چې په نورو ځایونو کې دې مظاهرې نه کوي او د پلازمېنې اوسېدونکو ته دې ستونزې نه جوړوي.
د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ دا هم ویلي چې معترضان د وسلو د ګرځولو اجازه نه لري.
د ثبات او همپالنې ډله وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید هغه شاوخوا ۳۰۰ زره رایې چې دوی یې تقلبي بولي، له سیسټم څخه وباسي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د قانون پر خلاف کار یې نه دی کړی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments