د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین لمانځل کېږي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ پښتونخوا: پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دسمبر پر دویمه د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۶ تلین لمانځلو لپاره د کوټې په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د غونډو تابیا کړې ده.
د یاد ګوند مخکښ ډاکټر حامد خان اڅکزي وویل چې په دې لړ کې به خاص غونډه د کوټې په هاکي سټېډیم کې ترسره کېزي.
د دې تر څنګ به په یو شمېر نورو غونډو کې پوهان د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او مبارزه ویناوې کوي.
د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه د یو شمېر کتابونو لیکوال شوکت ترین وايي، هغه د ۲۰ کالو په عمر کې په عملي سیاست پیل کړی وو:
“په ۱۹۲۷ کې چې غازي امان الله خان د یورپ په سفر تلی نو عبدالصمد خان اڅکزي یې په چمن کې استقبال کړی وو. بیا چې په ۱۹۲۹م کال کې په افغانستان کې د غازي امان الله خان حکومت او نظام ته خطر وو نو عبدالصمد خان اڅکزي یې د کومک تابیا کړې چې له کبله یې واکمن انګریز سرکار هغه ۲۸ شپې د خاندان له ۱۶ نورو خانانو سره د کوټې په پولیس لاین کې بندي کړی وو او دا د هغه لومړی بند وو.”
شوکت ترین وویل، عبدالصمد خان اڅکزي د پښتنو د حقونو لپاره د خپل ۶۶ کاله ژوند ۲۴ کاله د انګریز د واکمنۍ پر مهال او له هغه وروسته د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي وو.
لیکوال او څېړونکی پروفیسر غني خان غنو وايي ، د عبدالصمد خان اڅکزي په مبارزه کې د ژوند هر اړخ ته پام شوی وو.
“د خان شهید د مبارزې هغه مغز درې ټکي وو ، یعني پښتو ، پښتون او پښتونخوا، پښتونخوا معنا لر او بر، او بیا د دې درو ټکو ضمني اړخ وو لکه ازادي، جمهوریت او متفقه ایین.”
عبدالصمد خان اڅکزی چې به له زندانه خلاص شو نو به د خپل پېغام رسولو لپاره کلي پر کلي ګرځېدی او پښتانه به یې په خپلو حقونو او د هغوي ترلاسه کولو په لارو چارو پوهول.
ډاکټر حامد خان اڅکزی وايي، خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزی یې له دې کبله په ژوند کې ډېر کم لیدلی وو چې هغه به تل په زندان کې وو:
عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷م کال د جولايي پر اوومه د قله عبدالله په ګلستان کې زږېدلی وو او د ۱۹۷۳م کال د دسمبر پر دویمه په کوټه کې په خپل کور کې د خوب پر مهال د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی وو.
نوموړی له هغه وروسته په خان شهید مشهور شو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments