د عامې روغتیا وزارت وایي، د کانګو ناروغۍ له کبله څه باندې ۳۰ تنه مړه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش-کابل: افغانستان د عامي روغتیا وزارت مسولین وایي، د هېواد په کابل او هرات ولایتونو کې د کانګو وژونکې ناورغۍ له امله ۳۲ تنه مړه شوي دي.
د دې وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي ویلي، چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې ورسره نشته.
په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکټر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې په دې ناروغۍ اخته ۲۵ ناروغان ور وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments