د عاشورا قیام مسلمانانو ته د خپلواکۍ، یووالې او میني پیغام دی/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د محرم میاشتي په رارسیدو سره د کابل ښار په ګډون ډیري ولایتونه نوي هوا او حال لري هغه حال او هوا چې د انساني عظمت او غرور ښودونکئ ده او موږ ته هغه تاریخ او روزګار انځوروي چې میړنیو په هغه کښي ژوند ترسره کړئ او جوګه وو ترڅو د رسول الله صلی لله علیه وسلم د دین د احیا په خاطر له هیڅ راز قربانئ ډډه ونکړي .
عاشورا چې د امام حسین (ع) او د هغه د (۷۲) یارانو او کورنئ په شهادت پیل او خلکو ته یې د ورور ګلوي ، سولي ، یو د بل منل ، امربالمعروف او نهی عن المنکر ، د ظلم او ناخوالو پر وړاندی دریدل په میراث پریښي دی. چې د (۱۴۰۰) کلونو په تیریدو سره دغه پیامونه ژوندي او د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې کارول شوي او ګټه ترینه پورته شوي ده .
کله چې حضرت ابراهیم علیه وسلم د خدای جل جلاله په امر خپل خوږ زوی (اسماعیل ع) قربانګاه ته یووړ نو حضرت حسین علیه وسلم هم علی اکبر ، علی اصغر ، عباس او قاسم قربانګاه ته بوتلل ترڅو د خدای جل جلاله او دیني ارزښتونو په لار کې قرباني کړي ، هغه ستر پیام ( آزاد ژوند کول او آزاد فکر کول ) بشري نسل ته ورساوه او د ظالم او استبداد د چتر لاندي ژوند کول یې ذلت بللئ .
له بل لورې دا جوته ده چې عاشورا یوه پیښه نه بلکه د باطل پر وړاندې د حق او عدالت غوښتني د غږ اوچتول دی، هغه غږ چې د اسلام د سپیڅلي دین له تل (متن) نه یې وده کړی، عاشورا په زمان او جغرافیا پورې محدوده نه ده بلکه همیشه دظلم او ستم په وړاندي پاڅون او مبارزه ده.
متدینو هیوالوالو:
دا یو څرګند حقیقت دی چې ترهګري ډلي د ځینو بهرنیو کړیو په لارښوونه تل هڅه کوي چې د ترهګریزو او ورانکار کړنو او جنایتونو تر څنګ پر مذهبي مراسم، جوماتونو او ورته نورو مقدسه ځایونو باندې د بریدونو په تر سره کولو سره زمونږ د میړنو خلکو تر منځ قومي. ژبني او مذهبي اختلافاتو او تاوتریخوالو ته لمن ووهي. حال دا چې د افغانستان ولس دې پایلي ته رسیدلي چې تروریزم مرز، قوم، مذهب، ژبه ، سمت او … نه پیژني او د خپلو ناوړو اهدافو لپاره له هیڅ راز جنایت څخه ډډه نکوي، خو دغه ترهګري او اسلام دښمنه کړۍ باید په دې پوه شي چې د افغانستان ټول متدین ولسوونه د یو متحد او یو موټي ملت په شان د یو بل تر څنګ ولاړ دي، د اسلام او انسانیت دښمنان نشي کولی چې د دغه شان ترهګریزو بریدونو په تر سره کولو سره زمونږ د ولسوونو او قومونو یووالې او د افغانستان د ملت سیاسی او مذهبی تګ لارې ته زیان ورسوي.
خو سره لدې هم چې د دښمنانو له مکر او حیله ګری نه آګاه یو خو بیاهم باید د دې مراسمو په تر سره کولو کې پوره احیتاط او هوښیاری نه کار واخلو او هغو ډلو او ټپلو ته اجازه ورنکړو ترڅو دشیعه اوسنی تر نامه د افغانانو په مینځ کې د بې اتفاقی او بیلونی تخم وشیندي او ټول باید د ملی یووالۍ ترچتر لاندې پدې مراسمو کې ګډون وکړو او د هر ډول ترهګریزو کړنو او مشکوکو موارد په لیدلو سره له خپلو امنیتي ځواکونو سره له هيڅ ډول مرستي څخه ډډه ونکړو.

Share this page to Telegram

Comments