د طبعي افتونو ځپل شویو خلکو سره ترهګرو طالبانو خپلې ژمنې پوره کړې؟!/ ځانګړی راپور

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کندهار: طالب ترهګرو مشرانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی و، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو له امله د ځپل شویو کورنیو او خلکو سره مرسته وکړي.
طالب مشرانو په تفصیل سره ویلي و، چې د افغانستان په اکثره ولایتونو او سیمو کې د وروستیو بارانونو او واور له امله ممکنه ده، خلک له مشکلاتو سره مخ شي نو باید طالب جنګیالي یې مرستې ته ور ودانګي، دوی خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې زیاته کړې وه، چې د لویو لارو په اوږدو د ملکي کسانو سره مرسته وکړي.
د طالب مشرانو له لوري خپلو جنګیالو ته دغه له نمایش او ځانښودنې خطابي پیغام داسې مهال خپریږي، چې د افغانستان د خلکو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو لخوا هر وخت د طالبانو له لوري د ملکیانو د وژلو، ځورولو او په ستونزو کې د ښکېل کولو شکایتونه او تبصرې شوي دي.
د وروستیو واورو او بارانونو له امله یواځې په هلمند او کندهار ولایتونو کې ۱۷ کسانو د وژل کیدو، د ګڼو د ټپی کیدو، د سلګونو کورونو د ویجاړیدو خبرونه ور کړل شول.
ولي محمد د ارزګان او کندهار پر لویه لاره موټر چلوي دي وایې چې: (دا څو ورځې د ارزګان او کندهار لویه لاره باندې د زیاتې واورې او بارانونو له وجې تګ راتګ مشکل شوی، خلک په تکلیف و، هغه سیمې چې پکې د افغان ځواکونو پوستې پراتې دي، موږ په ډاډه زړه ځو که موټر مو په لاره کې بند شي افغان ځواکونه را سره مرسته کوي.)
والي محمد د طالب مشرانو وروستیو خبرو ته په اشارې وویل: ( ولس اوس تاسو ښه پېژني، هغه څوک چې همدغه لارو باندې کمینونه نیسي، خلک له موټرو ښکته کوي، وژني یې له ځان سره یې بیايي او ځوروي یې، خلک څنګه ور نه د مرستې تمه وکړي؟!)
د کندهار ښار یو بل اوسیدونکی اسدالله وایې چې طالبانو تل عامو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او ځورولي یې دي: ( هغه څوک چې هر ورځ د عامه افغانانو څخه د ذکات او عشر په نوم پیسې اخلي، د ملکیانو په کورونو کې په زوره پاتې کیږي، سلګونه جنګیالیو ته ترې د ناستې ولاړې، ویده کیدو د ځای تر څنګ ډوډی غواړي، ملکي خلک د سپر په توګه استعمالوي، له هغوی د مرستې تمه کفر دی.)
ادریس د طبعي افتونو د ځپل شویو خلکو سره د یو خیریه بنسټ غړی دی وایې: ( موږ ډېری وخت د هېواد مختلفو سیمو ته د متاثره شویو خلکو سره د لاسنیوي په موخه ځو او مرستې ور سره کوو، طالبانو نه یواځې دا چې موږ سره مرسته نده کړې، بلکې ډېر وخت یې له موږ په زوره د اړمنو خلکو مرستې هم اخیستي، د دوی وروستی خبرې راته ټوکې ښکاري، دوی غواړي لدې لارې پر خلکو ځانونه تحمیل کړي.)
دا لومړۍ ځل ندی، چې عام خلک له طالبانو شکیاتونه کوي، له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو په چلند نیوکې شوي او حتی د دوی سره د جګړې په موخه خلکو قومي اربکي جوړ کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments