له نادر نادري سره د طالب ژونالېست مرکه له غبرګونونو سره مخ شوه

comments 0

35 Views

هندوکش ــ کابل: پرون شنبه د افغان حکومت او طالب ډلې تر منځ د سولې د مذکراتو د پرانستې مراسم ول.
دغو مراسمو کې یو کس چې ظاهراً ځان ژورنالېست معرفي کوي، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له یو غړي نادر نادري سره لنډې مرکې یې پر ټولنیزو رسنیو پراخ ولسي غبرګونونه را وپارول.
لیکوال او د سیاسي نظر خاوند فرید قربان پر خپل فېسبوک کاږي: ” سولې ته د ژمنتیا او نیک نیت کچه د نادري صیب او ددې طالب(خبریال) له خبرو اټکل کولی شئ.
آن لا پدې پېغور هم ویاړي چې د سولې خبرې د خپل هېواد پرځای په قطر کې ترسره کیږي.
افسوس”
د فېسبوک یو کارونکي شمس فقیري بیا د مرکې یوه برخه راخیستې.
“ټالېب خبریال:
اشرف غني په یو مېلیون رایو راغلی
نادري:
خو هیبت الله په یوه رایه هم نه دی راغلی
مصخد دې ځواب سره یې د ټالېب په مالګو سم زخمونه وشېندل”
د فېسبوک یو بل کارونکی سباوون دریځ لیکي: “که زۀ د نادري صیب پر ځای وای؛ نو هغه خبریال ته مې د یوې پوښتنې جواب م نۀ ؤرکاوُ، د خبرو پیل یې لا د سړي غوندې نۀ وُ.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments