د طالب په سوله به جګړه ختمه شي؟

comments 0

0 Views

د جګړې د تګلارو جوړوونکو لومړی هڅه داده چي په ټولنه کي د جګړې د دوام لپاره داخلي انرژي وڅېړي، وروسته جګړه ډيزاین کړي، شعارونه ورته وټاکي، طرفين يې معلوم کړي او د بريا لپاره يې د امتيازاتو اندازه معلومه کړي.
په افغاني ټولنه کي د جګړې د پارېدني فرضيې معلومي دي، د ټولني داخلي پوټنشل په درو برخو کي د څېړني وړ دی:
لومړی- په ټولنيزه برخه کي زموږ ټولنه د استخباراتي جګړو د ډېزاین پوره ظرفيت لري، زموږ په ټولنه کي ځيني داسي قواعد دي چي حتا ورور د ورور په مقابل کي را پارولای شي، تربور د تربور په مقابل کي، ملک د ملک په مقابل کي او شتمن، پنډل شریکه او د ټولنيز قدرت غوښتنونکي د يوه او بل په مقابل کي را پارولای شي، ځکه په افغاني ټولنه کي سنګر او مورچل نيول د کلتور يوه برخه ده.
ددې جګړو لپاره د کلتوري قواعدو مشروعيت هم سرچینه کېدای شي، د بېلګي په توګه که د کلي په يوه سر کي د ملک اکا زوی په پوليسو، طالب يا داعش کي داخل شي او قدرت تر لاسه کړي، د کلي د بل سر د ملک، خان يا تربور زوی که چيري په داغه ليکه کي تر ده ځان مخته کولای شو، ورننوځي او که چيري نشو مخته کېدای، په مقابل طرف کي ننوځي او تر تربور ځان نه کموي، په خپلو منځونو کي هر ډول قربانۍ ته چمتو کېږي او ځان بايد د سيال سره سيال کړي، دا ډول قواعد په موږ کي د جګړې د دوام کلتوري او عرفي ظرفيت دی.
دوهم- په اقتصادي برخه کي د منابعو محدوديت او د وړتيا کمښت ددې لامل شوی دی چي زياتي پېسې د زور او توپک د لاري پيدا کېدای شي، موږ تخنيکي او ټکنوکراټيکه وړتيا نلرو، مسلکي نه يو، علمي نه يو، يوازي يا د بېلچې د چلولو او يا د توپک د اخيستلو وړتيا لرو، په بېلچه کي پېسې نشته، نو د زياتو پېسو د پيدا کولو لنډه لار داده چي توپک وږې ته واچوه او راج چلوه. دا مو د اقتصادي لارو څخه د جګړې د دوام ظرفيت دی.
درېيم- په مذهبي برخه کي هري جګړې ته مذهبي مشروعيت ورکول کېږي، د جګړې ډېزاين او شعارونه د مذهبي نصوصو او تاريخ له مخي ټاکل کېږي، تر څو د دروني غرېزې او اړتيا د پوره کولو لپاره الهي او مذهبي مشروعيت هم رامنځته شي، ملايان مو تجارتي او استخباراتي شوي دي، حق نه وايي، يوازي د درنې پلې په ګټه د اسلام غلط تعبير کوي او زورور ته د حاکميت لپاره د مشروعيت لاري چاري لټوي.
نو ځکه په موږ کي د جګړې دوام حتمي دی، نه ای ايس ای او نه هم د امريکا سي ای اې دا غواړي چي دلته دي جګړه ختمه شي، يوازي لکه چرګان په رنګونو مو سره ولړي او ميدان ته مو ايله کړي، وژني او زخمونه موږ کوو.
نو که چيري د طالب سره سوله وشي، بيا به هم جګړه دوام لري، افراطي او په جګړه کي ګټه کوونکي طالبان به د خپلي جګړې د مشروعيت لپاره د داعش کميس واغوندي، بيا به هم موږ د جګړې قرباني يو.
نو که د جګړې دايمې ختمېدل غواړئ، راشئ، تر کليو او کورونو پوري، د پوهي، د عدم تشدد او وړتيا مبارزه ورسوو، تر څو کلتور اصلاح شي، اقتصادي منابع زياتي شي او د دين په نامه تجاران رسوا شي.
لیکوال : سید عبدالله پاچا

Share this page to Telegram

Comments