د طالب ویاڼد لیکنوته آې اس آې داسې شاباسي ورکوي

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: د شعوري خیاط پر فیسبوک پاڼۍ خپور شوي خبر کې راغلي چې ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼۍ د هغه برید پخلې کړې چې په پایله کې د بغلان د نوم ورکو سرتیرو د کاروان یو سرلاری وژل شوې وو.
سرچینه زیاتوي له کوره لرې په فرض روژه کې ولس او وطن ته د خدمت په لاره کې طالبانو لخوا د ملي اردو یاد سرتیرې په داسې حال کې وژل شوې چې ماته دا شهادت ځکه عادي دې چې دې وطن ته په هره برخه کې زمونږ ملي اردو سرتیري خدمت کوي او ټالیب یې وژني.
د سرچینې په لیکنه کې راغلي چې،د ۱۸۰ دالرو په بدل کې د بیست و چهارساعته غپیدونکي سپي مجاهل ټویټ مې ولید یو درد په دې راغی چې ورور د ورور په وژنه، مسلمان د مسلمان په وژنه او افغان د افغان په وژنه خوشالي ښکاره کړه خو چې ټویټر ته یې ورغلم، او کاش چې نه وی ورغلی سترګې مې په شلو تبصرو کې سیخې د یو پاکستاني تبصرې ته ولاړې چې په ویاړ یې الحمدالله لیکلي وو او ذبیولا ته یې د ډالۍ په توګه درې زړونه ډالۍ کړي وو.
سرچینه زیاتوي، د پنجابي په لټه کې شوم او تر درې ورځې څیړنو وروسته مې ومونده چې اصف نواز د ای اس ای د دولسم ریاست د افغانستان د هغې څانګې کارمند دی چې تر هر روژه ماتي وروسته ټالیب مشرانو ته په کوټه کې چکرونه ورکوي او ایسکریمان پرې څټي.
شعوري خیاط ادعا کوي چې کرنیل بلال چې یو پنجابی دی د دولس ریاست مسول دی او د هبت الله په ګډون ټول تالیب مشران یې دفتر ته ورځي او اوپراتیفي پیسې او شوړې تر لاسه کوي.
د نواز نومي پنجابي ستاینه او دده ملګري یوازې په دوو انځورونو کې کتلی شئ.
ډا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم حکومتي چارواکو داسې سندونه وړاندې کړې وو چې له مخې یې د افغانستان کورني چارو کې د پاکستان لاس وهنه یې بربنډه کوله.
یاده دې وي چې افغان حکومت پاکستان په دې تورنوي چې له طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي او په ورته وخت کې طالبانوته پاکستان دننه پتنځایونه برابوي.
هیره دې نه وي چې څو ورځې مخکې غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو ځیني پاکستاني غړي هم وژل شوي وو چې سندونه یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments