د طالب ماین عایشه شهیده کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند :له هلمند څخه راپورونه وايي چې د طالبانو له لوري یو خښ شوی ماین په ملکي وګړو الوتی دی.
د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي، تېره ورځ ناوخته د ناوې ولسوالۍ کې هغه ماین په پلار او لور الوتی چې له کور څخه د بازار پر لور روان و.
د هلمند مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه لیکې چې په دې چاودنه کې حیات الله په نوم یو کس له خپلې شپږ کلنې لور عایشې سره شهید شوی دی.
چاودنه د ناوې ولسوالۍ عینک سیمه کې شوی چې وخت ناوخت پکې طالبان ماینونه ږدي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *