د طالب قوماندانو لخوا پر هلکانو جنسي تېریو پراخ غبرګونونه راپورته کړي

comments 0

85 Views

هندوکش ــ کابل: له هغه وروسته چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالی کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان له خوا د مدرسې په ۲۱ زده کوونکو باندې د جنسي تېري راپورونه خپره شول په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه را وپارول.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د طالبانو لخوا د دغه هلکانو څخه جنسي استفاده په کلکه غندلې ده، او ویلي یې دي چې وسله وال طالبان باید نور د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.
د دوست محمد وقار په نوم یو تن پر خپل فېسبوک لیکلي ( د طالبانو لخوا پر کم عمره هلکانو جنسي تېري سخت خواشینی کړی یم، نور باید ټول افغانان پدې پوه شي، چې طالبان د ترهګرو او ظالمانه بریدونو اخوا زموږ د عزت او حیثیت دښمانان دي.)
د حمید تړون په نوم یو ځوان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي ( زه تخار خبر هېڅ حیران نکړم، د هلکانو څخه جنسي استفاده د وسله والو طالبانو په صوفوفو کې یو عادي کار کرځیدلی دی، طالبانو هر وخت د اسلام له سپڅېلي دین څخه سوء استفاده کړې ده، دوی د اسلام مبارک دین تر ټول سخت دښمانان دي له دوی د ښو کړنو تمه کفر دی.)
جلال ځلاند لیکلي د وسله والو طالبانو د زوال وخت دی ( افغان به په هېڅ صورت د وسله والو طالبانو د داسې غیر اسلامي او غیر انساني کړنو په وړاندې چوپ پاتې نه شي، ستاسو/ طالبانو د زوال وخت را رسیدلی دی، نور به افغانان تاسې ونه شي زغملی، دوی د مذهبي ځایونو مدرسو او جوماتونو بې حرمتي شروع کړې ده، او له دغه مقدسو ځایونو کې داسې ناوړه اعمال تر سره کوي.)
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د زبیر په نوم یو نولس کلن ځوان هندوکش خبري اژانس ته په یو مفصل غږیږ کلېپ کې ویلي و، چې طالب قوماندانانو پرلپسې پنځه کاله ترې په زوره جنسي استفاده کړې.
د طالب قوماندانو لخوا پر هلکانو د جنسي تېري راپورونه مخکې هم خپره شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments