د طالب بندیانو پر سر طالبانو کې اختلافات/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د افغان حکومت د ښه نیت له مخې د طالبانو او امریکایي پوهنتون استادانو د بندیانو د تبادلې پروسه ځنډیدلې او افغان حکومت په دې پروسه باندې بیا کتنه کوي.
دا پروسه وروسته له هغې وځنډیدله چې طالبان و نه توانیدل چې د امریکايي پوهنتون استادان تر قطر ورسوي او امریکا ته قناعت ورکوي چې بندیان یې ژوندي دي او دوی خپلې ژمنې باندې ولاړ دي.
څو لاملونه دي چې د بندیانو د تبادلې پروسه وځنډیدله، طالبان خو وایي چې دوی د افغان حکومت د سولې او اوربند شرط نه مني، نو ځکه یې د بندیانو تبادله خنډولې ده.
خو د تبادلې د ځنډ تر شا لوی لامل د طالبانو او حقاني شبکې راولاړ شوي جنجالونه دي چې ویل کیږي دا پروسه یې ځنډولې ده.
د طالبانو هغه ډله چې بندیان ورسره دي او دوه کاله یې ساتلي دي، د خپلو ځینو نورو ملګرو خوشې کیدل غواړي، خو د قطر دفتر او حقاني شبکې له امریکا سره په همدې دریو بندیانو خوشې کیدو باندې توافق کړی دی.
امریکايي پوهنتون استادان د حقاني شبکې تښتولي و او بیا د طالبانو له لوري ساتل شوي، د دې استادانو ټول امتیاز حقاني شبکه غواړي، خو د طالبانو هغه ډله چې دا زندانیان یې دوه کاله ساتلي، خپل امتیاز غواړي او بدل کې یې خپلو ملګرو خوشې کیدل غواړي.
همدا جنجالونه دی چې د امریکایي پوهنتون استادانو برخلیک مالوم نه دی او د قطر طالبان هم خبر نه دی چې زندانیان چرته او د چا په واک کې دي.
دا چې د طالبانو یوې ډلې د بندیانو تبادله له خنډ، ځنډ او ناکامۍ سره مخ کړې، دا د حقانی شبکې له غوصې سره مخ شوې چې څنګه طالبان د انس حقاني بدل کې ګستاخي کوي او بندیان نه خوشې کوي.
قطر طالبان هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، بندیان پیدا او طالبانو ته قناعت ورکړي چې دا تبادله یې په ګټه ده، خو بندیان تراوسه نادرکه دی او طالبان و نه توانیدل چې حد اقل د دې بندیانو یو ویډیو امریکایانو ته ښکاره کړی، تر څو ډاډ ورکړي چې بندیان یې ژوندي دی.
طالبانو سره د امریکا بندیانو په تړاو ویل کیدل چې د پاکستان له یو هوایي ډګر به پرواز وکړي، اوس اندیښنې دی چې ممکن دا بندیان د پاکستان لاس ته لویدلي وي او هغوی ځینې نور فرمایشونه پر امریکا او افغان حکومت باندې ومني.
خو په ټوله کې یو څه په داګه ده چې بندیانو تبادله د افغان حکومت له شرطونو سره نه ده تړلې، شرطونه طالبانو له امریکا سره منلي و، خو دا چې دا شرطونه سیاسي ډلې کړي او جنګي ډله یې نه مني جنجال راپورته شوی.
له بلې خوا ویل کیږي چې موضوع د شرطونو نه ده او ممکن یا امریکايي پوهنتون استادن ژوندي نه دي او یا د ځینو سرچینو په قول طالبان د بندیانو د تبادلې په پروسه کې همغږي نه دي او هر یو یې خپل فرمایش لري.
اوس لپاره دا پروسه ځنډیدلې او افغان حکومت پرې بیا کتنه کوي چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې خوشې کړي او که نه.

Share this page to Telegram

Comments