د طالبان ماین په ملکیانو چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: راپورونه وایي، غزني ښار کې چاودني څلور ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني ولایت مقام وایي، چاودنه نن سهار څه باندې نهه بجې د ښار د لومړۍ امنيتي حوﺯي اړوند د قصابۍ کوڅه کې شوې.
چاودیدونکي توکي چې په واوره ځای په ځآی شوي و، یو تن یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
ځآيي خلک وایي، ماین د طالبانو له لوري ځای په ځای شوی و چې په ملکي وګړو یې چاودنه کړې.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments