د طالبان ماین په ملکي وګړو چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پولیس وایي، په اریوب ځاځي ولسوالۍ هغه ماین په ملکي وګړو چاودلی چې د طالبانو له لوري ځای په ځای شوی و.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، پېښه تېره ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ په خېر مېنه شوي ده چې دوه ملکي وګړي یې ټپيان کړي.
د تبسم په خبره، طالبانو په یاده سیمه کې دوه ماینونه ایښې و چې یو یې کشفي ځواکونو شنډ کړی او بل په ملکي وګړو چاودنه کړې ده.
د ټپي شویو ملکي وګړو وضعیت ښه ښودل شوی او تر درملنې لاندې دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *