د طالبان ماین په ملکي وګړو چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات پولیس وایي، د مرکز اړوند د هزاره ګانو شهرک جبريل سېمه کي ماين چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د هرات د امنيه قومندانى وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، پيښه کې څلور تنه مړه دي او شپږ نور ټپيان دي.
نوموړى وايې چاوديدونکي توکي په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى شوي و او د جبريئل شهرک د کتابتون مخي ته یې چاودنه ورکړې.
د پولیسو په خبره، چاودیدونکي توکي په ریکشا کې طالبانو ځای په ځای کړي و.
د هرات د ملکي روغتون مطبوعاتي مسٶول محمد رفيق شيرزى بیا وایي، د پېښې له ځایه ورته لس ټپيان ور وړل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *