د طالبان ماین تراکتور باندې چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا پولیس وایي، د طالبانو له لوري یو ځای په ځای شوی ماین د ملکي وګړو تراکتور پسې چاودلی چې درې تنه یې سخت ټپيان کړي دي.
پېښه تېر مازیګر ناوخته د یاد ولایت یحی خېلو ولسوالۍ شوې ده.
د یحی خېلو ولسوالۍ امنیه قومندان محمد رضا پاچا وایي، تراکتور د جومات لپاره لرګي بار کړي و چې د طالبان په خښ شوي ماین وربرابر شوی او د لرګیو لپاره اشر کوونکي کسان پکې ټپيآن شوي.
د پاچا په خبره، په ماین چاودنه کې تراکتور موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply