د طالبانو ۴مهم غړي دسولې له پروسي سره يوځای شول

comments 0

15 Views

د بدخشان ولایت په خستک ولسوالۍ دهن اب سیمه کې دطالب وسلوالو ۴مهمو غړو خپلې وسلې پرځمکه کېښودې او دسولې له پروسې سره یوځای شول.
هندوکش ــ بدخشان: د بدخشان ولایت ځايی چارواکي وايي،چې دطالبانو ۴ مهم غړي چې په بدخشان ولایت کې ددولت پرضد وسلواله جګړه کوله، خپلې وسلې یې دسیمه ایزو پولیسو قوماندان ښاغلي عنایت الله ته وسپارلې.
یو تن تسلیم شوي طالب وايي،زه د ۸ کالو راهیسې له وسلوالو طالبانو سره دجګړې په کرښو کې جنګیدلي یم، هیڅ وخت مې دراحتي احساس نه دي، نوموړي وايي دطالبانو په لیکو کې دبهرنیو هېوادونواوسیدونکو هم وسلواله جګړه کوله.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments