د طالبانو ۲۰ کسیزې ډلې مشر کابل کې ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې د طالبانو شل کسیزې ډلې یو نامتو قومندان نیول شوې دي.
د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالرحیم د کامران زوې چې د یوې شل کسیزې طالب ډلې مشري په غاړه درلوده د کابل ښار په پنځمې حوزي کې نیول شوې دې.
خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړې د کویتې شورا فعال غړې وو چې د ارزګان ولایت په ترهګړیزو بړیدونه کې فعاله ونډه درلودله.
نوموړي چې غوښتل د کویتې شورا په دستور کوچني اختر کې ترهګریز بړیدونه ترسره کړي د افغان ملي امنیت ادارې لخوا نیول شوې دې چې اوس مهال پلتنې ترې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې کویتې کې شورا غړیو بار بار هڅې کړي چې افغان ملکي او نظامي وګړي له منځه یوسي چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا پلانونه یې له تطبیقه مخکې شندې شوي دي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *