د طالبانو کلیدي مشر او د لویو بریدونو طراح ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند کې امنیتي چارواکي وایي چې امریکايي ځواکونو په هوایي برید کې یاد ولایت لپاره د طالبانو نومول شوې والي ووژل شوي.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې ملا منان په دې ولایت کې په لویو بریدونو او نا امنیو کې کلیدي رول درلود او په وژل کېدو سره به يې د وسله والو طالبانو لیکې کمزوري شي.
دوی زياتوي، چې پر ملا منان دغه هوايي بريد د یکشنبې په شپه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې شوی دی.
دغه راز د هلمند والي محمد یاسین وايي، چې ملا منان د وسله والو طالبانو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره هم نږدې اړیکې لرلې.
وسله والو طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کې منلې، چې ملامنان له خپلو څلور ملګرو سره، چي دوه يي وياندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همدارنګه دوه ساتونکو سره يو ځای په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ځیني مشران په دې پیښه کې پاکستان ښکیل ګني او وایي چې پاکستان ملا منان امریکایانو ته په لاس کې ورکړې دې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments