د طالبانو په پریکړې د ملګرو ملتونو خواشیني

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: ملګرو ملتونو د طالبانو په هغې پریکړې خواشینې ښودلې چې له مخې یې د افغان حکومت او افغان ولس د اوربند غوښتنه رد کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې افغانان سولې ته اړتیا لري او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.
دوجاریک زیاته کړې چې ملګري ملتونه تل د افغانستان کړکېچ د سولییزې حل لارې غوښتنه او ملاتړ یې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت د اوربند غځولو وړاندیز رد کړ او جګړې ته یې زور ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments