د طالبانو په لیکو کې درز / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تازه له طالبانو نورې جنګي ډلې جلا شوي او د ملا هیبت الله د ډلې پرضد یې جهاد اعلان کړی دی.
یوه ویډیو چې هلمند کې د طالبانو یوې ډلې خپره کړې، څو قومندانان له وسله والو سره د ملا هیبت الله له کاروان جلا شوي او خپله ځانته یې ډله جوړه کړې او اهداف یې ټاکلي دي.
دا ډله ځکه له ملا هیبت الله جلا شوې چې طالب مشرانو د دوی په سرنوشت لوبه کړې، له روسیې سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او د دې لپاره چې خپل هېواد وران او د روسیې ګټې خوندي کړي، د روسیې لپاره کار کوي.
طالبان ډیر وروسته خبر شول چې مشران یې په غلطو لارو روان دي، مشران یې په قطر او مسکو کې زر زرینو هوټلونو کې اوسیږي او جګړه مار یې په یخ او ګرمې کې له لوږې تندې مړه شول.
هلمند کې څو ډلو ځکه له ملا هیبت الله لار جلا کړې چې د دوی په قربانیو ! یې معامله کړې او هغه جګړه چې کلونه د امریکا پرضد تر شعار لاندې وشوه، اوس یې روسیه سره پرې معامله وکړه، دا ډله پوه شوې چې دا جګړه د امریکا او روسیې ده او قرباني یې افغانان ورکوي.
طالبانو اکثره ډلې په دې نه دي خبرې چې مشرانو یې څه کیسې روانې کړي، د طالبانو د مشرانو کورونه له هېواده بهر، ترکیه اسلام اباد او تهران کې دي، اولادونه یې ښه ژوند لري، زده کړې کوي او ښه راتلونکی به ولري.
خو د جنګي وسله والو اولادونه هره ورځ خطر کې دي، شپه او ورځ یې په ويښه وي او هیڅ ډول اسانتیاوې نه لري، د دې تر څنګ هره ورځ د دې ویره شته چې پلار، ورور او یا اولاد یې په جګړه کې ووژل شي.
هلمند کې کومې ډلې چې له ملا هیبت الله جلا شوي باور لري چې ملا هیبت الله او ډله یې د افغانانو او افغانستان پر سر معامله کوي او هڅه دا ده چې نسبې جوړ شوي بنسټونه بیرته له منځه یوړل شي.
دې ډلې په خپل ویډیوي پيغام کې ویلي چې دوی به د هغو کسانو پرضد جګړه وکړي چې له روسیې او امریکا سره هوکړې لاسلیک کوي.
دې ډلې په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی چې کولی شي جګړه ختمه او ټول د یو افغانستان لپاره کار وکړو، دا ډله په دې پوه ده چې هیڅ بل هېواد نه شي کولی افغانستان ته سوله راولی.
دې ډلې په دې هم اندیښنه ښودلې چې طالبانو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د جګړې بستر برابر کړی او نباید دا جګړه نور دوام پيدا کړي.
تر دې وړاندې هم له طالبانو د ملا رسول په نوم ډلې لار جلا کړې وه او د ملا هبیت الله ډلې پرضد یې د جګړې اعلان کړی و.
ملا رسول ډلې هم د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو څخه پرده پورته کړې وه او په همدې یې لار جلا کړې وه.

Share this page to Telegram

Comments