د طالبانو په برید کې څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ځايي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو او دولت تر منځ جګړه کي د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ لویدیځ ته “ګوګرک” سیمه کي تېره شپه د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته شوې چي د طالبانو د راکټ مرمۍ په یو کور لګیدلې، د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي او یوې مېرمني ساه ورکړې.
د ترینکوټ د مرکزي روغتون سرطبیب ډاکتر ضیاالرحمن نیازي پېښه تائید کړه او یادونه یې وکړه چي دغه پېښه کي د ژوبل سپین ږیري روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
اروزګان کي د یو کلني جګړې ډېر زیان ملکیانو لیدلی چي مالوماتو له مخې تر دوو سوو ډېر ملکیان پکې وژل شوي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply