د طالبانو په برخلیک اسلام اباد کې تصمیم نیول کیږي / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمي خلیلزاد پاکستان ته په وروستي سفر کې له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره لیدنه کې بحث کړی چې څنګه کیدای شي طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو کې له نرمښت کار واخلي.

افغان حکومت چې بین الافغاني او پایداره سوله باندې ټینګار کوي، همدا ځآی یې نښه کړی چې د طالبانو د سولې او جګړې مهار اسلام اباد کې دی او دا ډله هیڅکله خبرو ته نه کیني، تر څو چې پاکستان دولت سره د سولې خبرې نه وي شوي.

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرو کې درک کړې چې د دې ډلې اصلي ادرس اسلام اباد دی او که امریکا غواړي چې دا خبرې پایلې ورکړې باید له اسلام اباد سره هر اړخیزې خبرې وشي.

افغان حکومت درک کړې، تر څو چې د سولې خبرو کې د پاکستان ګټې خوندي نه شي، طالبان حاضر نه دي چې دا پروسه بریالۍ شي، ځکه نو اسلام اباد هر کله افغان سوله باندې سیاسي سوداګري کوي او کله چې تر فشار لاندې ونیول شي، خبرداری ورکوي چې دوی ته فشار ورکول به د سولې خبرې زیانمنې کړي.

خلیلزاد چې له پاکستاني چارواکو سره وروستۍ لیدنې کړي، ټینګار پر دې شوی چې پاکستان دې طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو کې نرمښت وکړي او دا پروسه دې بریالي کړی، خو امریکا په دې پوهیږي چې پاکستان حکومت دا کار ځکه نه کوي چې طالبانو کې یې خپلې ګټې دي او تر هغې چې ګټو ته و نه رسیږي، له طالبانو به د جګړې د کرايي کوونکو کار اخلي.

افغان حکومت چې د سولې په خبرو کې محتاط دی، یو لامل همدا دی ، تر څو چې پاکستان سره دولت په دولت خبرې و نه شي، طالبانو سره خبرې کول، هسې د وخت ضایع کول دي او هیڅ پایله نه شي ورکولی.

طالبان چې د پاکستان په لویو ښارونو کې اوسیږي، کورونه او کاروبارونه لري، هیڅکله د پاکستان له اسارت ځان نه شي خلاصولی، ځینې طالب مشران په پاکستان کې نظر بند دي، د ځینو کورنۍ یرغمل دي او ځینې نور له پاکستان پوځ سره بلک میل دي او نه شي کولی چې د دې هېواد له ګټو خلاف اقدام وکړي.

هغه ډله چې کلونه یې یو هېواد د خپلو ګټو لپاره تمویل کړی، بیا څنګه کولی شي، خپلواک ډول باندې د سولې خبرې وکړی، داسې خبرې چې یواځې د افغانانو او افغانستان په ګټه وي، ښکاره خبره ده چې طالبان د جګړې پروژه ده، سولې ته د رسیدو لپاره به لوی قیمت ورکوي.

افغانان چې اوس تر بل هر وخت ځانونه سولې ته نږدې ګوري، لامل یې دا دی چې د سولې لپاره د افغان حکومت نرمښت زیات دی او هڅه کوي دا جګړه په سوله پای ته ورسوي او نور افغانان خپل منځ کې په یو او بل نوم و نه وژني.

خو برعکس طالبان بیا د سولې هره غوښتنه ردوي چې د جګړې پای لپاره موثره وي، دا د طالبانو خوښه نه ده، بلکې طالبان د جګړې لپاره راپورته شوي او د جګړې په بدل کې یې امکانات ترلاسه کړي او لا یې ترلاسه کوي چې ژوند یې پرې جوړ دی.

نو ویلی شو، تر هغې چې طالبان د پاکستان له اسارت و نه وځي، د سولې هر ډول خبرو ته تمې بې ځایه دي او په دې برخه کې به هر ډول هڅې رنګ را نه وړي، یواځې وخت به ضایع کړي.

Share this page to Telegram

Comments