د طالبانو پلمې ختمې دي باید اوربند وکړي/ جلال الدین حقیار

comments 0

1 Views

نوره څه پلمه پاتې ده چې افغان وژنه توجیه کړي؟ له امریکا سره توافق، پر امریکا ډز نه کول، ناټو ته بد نه کتل، د ۵ زره بندیانو خوشې کیدل، د سولې مخامخ خبرې پیلیدل، خوبیا هم اوربند معقول کار نه دی؟ اوس وایې حکومت او نظام دې بدل شي، دا ځای دې نښه وي چې بله ورځ د امنیتي ځواکونو ختمیدل مطرح کوي او بیا ددرې رنګه بیرغ رنګ هم بدلوي .پنجابي کرنیلان او استخباراتي افسران یې په هغه پخواني فکر دي، بیا د( کابل باید وسوځي) ارمان لري .
د هر څه په بدلیدو، د نظام په کمزوره کیدو او د موقت او یا انتقالي ادارو په رامنځته کیدو پلان لري چې طالب بیا مسلح داخل کړي .چې طالب مسلح داخل شو نو کورنۍ جګړه حتمي ده .
او کورنۍ جګړه کابل سوځولی شي اوربند د هر افغان غوښتنه ده، د نړیوالو غوښتنه ده، د افغان دردیدلې خاوره غوښتنه ده خوطالب بیا هم اوربند نه مني، ولې؟ .که مذاکرات درې کاله دوام وکړي نو دا معنا چې افغان وژنه به درې کاله نوره هم روانه وي ؟ نو ته او خدای که شخصي عقدې نه وي، د پنجابي دسیسه او د پردیو جاسوسي نه وي، له واک او امتیازاتو د لرې کیدو سوخت نه وي نو څرنګه ممکنه ده چې یو عاقل، مسلمان، او پر وطن مین افغان دا ومني چې طالب د وطن په فکر کې دی، د بل چا ستراتیژي نه پلې کوي، سوله غواړي او یا د افغانانو ژوند ورته اهمیت او ارزښت لري.
هر افغان سوله غواړي، جګړه بندیدل غواړي خو هر افغان د ای ایس ای له مکارۍ او د طالب له ضدي مړ سترګۍ هم ښه اګاه دی.

Share this page to Telegram

Comments