د طالبانو پر یو ټولي هوایي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ مسوولین وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو په یو ټولي برید کړی چې اوه طالبان پکې وژل شوي دي.
د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي ویلي چې طالبان په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو لپاره پلان جوړولو باندې بوخت و، چې د کشفي مالوماتو په اساس هوایي برید پرې شوی دی.
د جمشیدي په خبره د فاریاب په څو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات هم په بریالیتوب سره روان دي چې د نوید۶ نوم ورکول شوی دی.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *