د طالبانو والي ملا منان ايران ته تښتېدلی

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د افغانستان په اړه د امريکا د پاليسۍ له اعلان وروسته د هېواد په جنوب کې د جګړې لوری بدل شوی دی. طالبانو د مخکې په ډول د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی. په جګړه کې د بدلون بل ډول دا دی چې د طالبانو اکثريت مشران له سيمې تښتېدلي، او فقط د جګړې په خطوطو کې ناخبره او بې سرنوشته طالبان ناست دي. د طالبانو ځايي مشران پوهېدلي چې د امريکا لېوني ولسمشر يې د وژلو اراده پخه کړې ده.
د سيمه ييزو خلکو د مالوماتو له مخې هغه کسان چې طالبانو حاکميت پر در لود او دوئ خپل جنجالونه پر حلول، اکثريت يې وتلي او د طالبانو صحرايي محکمې تړلې دي. د طالبانو له منځه داسې مالومات راوتلي چې د هلمند لپاره د دوئ تش په نوم والي ملامنان چې غټ قاچاقبر، د بېګناه خلکو وژونکی او د هبت الله سرسختی مخالف دی له هلمنده ايران ته تښتېدلی دی.
د مالوماتو له مخې له ده سره يې مرستيال ملاناصر هم ورسره دی. ملا منان ځکه د پاکستان پر ځای ايران ته تښتېدلی چې له ملاهبته الله او پاکستان سره مخالفت لري، او هلته يې د ژوند تضمين نه شي کېدلی.
ملامنان د طالبانو د مخکني مشر ملا منصور خورا نيژدې سړی دی. کله چې ملا منصور ووژل شو، ملامنان د طالبان ټول اقتصادي واک په لاس کې واخيست، او د طالبانو له اوسني مشر ملا هبته الله سره جنجال ته ولوېد. له سيمې څخه د طالبانو مشرانو د وتلو بنسټيزه انګېزه دا ده چې دوئ وېرېدلي چې امريکا يې وژني. د دوئ له وتلو سره د محلي طالبانو ترمنځ بېلابېلي شخړې او جنجالونه را ولاړ شوي. د دغو جنجالونو له کبله د جنګ طالبانو مرال بايللی، او د جګړې قوت يې له لاسه ورکړی دی.
طالبانو د دې لپاره چې ځانونه کمزوري ونه ښيي، موټربم بريدونو او ځانمرګو حملو ته يې لاس اچولی دی. طالبان غواړي وښيي چې دوئ کمزوري نه دي، دا دی بريدونه کولی شي، مګر دا بريدونه د دې ښکارندويي کوي چې دوئ د جګړې قوت نور بايللی، او دا يې د عمر پای دی.
نوې خبره دا ده چې د امريکا استخباراتي ادارې خبر داری ورکړی چې د طالب مشرانو د وژلو نوی بهير پرانيزي. دوئ غواړي طالب مشران په چريکي بريدونو کې ووژني، او د دغه تروريسي بنسټ رهبري ويجاړه کړي. طالبان اوس دوې لارې لري: یا به جګړه پرېږدي، يا به له داعش سره يوځای کېږي، ځکه د دوئ رهبري نوره ختمېدونکې ده او د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي.

نوید احمد څرک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *