د طالبانو هره مشروع غوښتنه منو خو دا غږ مو د کمزورتيا په ډول مه تحلیل کوئ

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې نن د کابل پروسې دوهمه ناسته رسما پرانيستل شوه چې پرانيستونکې وينا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی وکړه او وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د مکانیزم په اړه هر اړخیزه وينا وکړه.
ولسمشر وويل چې موږ له داسې ترهګرو ډلو سره په مبارزه بوخت یو چې نړۍ يي ګواښي.
ولسمشر زياته کړه چې زموږ افغان سرتیري له نړۍ والو ترهګرو سره مبارزه کوي څو په ټوله نړۍ کې امنيت راشي.
ولسمشر د سولې په برخه کې د ځينو هیوادونو د هڅو ستاينه هم وکړه.
ولسمشر وويل:« افغانان سوله خوښي او پر يو بل مين خلک دي.»
ولسمشر زياتړه کړه:« طالبانو ته د سولې وړاندیز مو ددې لپاره دی چې دوی باید باعزته خپل وطن اباد کړي خو دا غږ دې زموږ د کمزورتيا غږ نه بولي ځکه چې افغان ځواکونه په لوړ مورال د خپلې خاورې او ولس ساتنه کوي.»
ولسمشر وويل:« د سولې لپاره ښه ادرس کابل دی خو بیا هم که طالبان په دریم ګړي هیواد کې دفتر غواړي موږ تیار يو چې دوی ته د پاسپورت، بیان د ازادۍ اوځينو مواردو په برخه کې آسانتياوې برابرې کړو.»
ولسمشر زیاته کړه چې دوی په هر حال د طالبانو امنيت نيسي خو دوی باید سوله وکړي.
ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل چې دوی تيار دي له قيد او شرط پرته د سولې خبرې وکړي او ټاکنې هم په خپل وخت ترسره کړي.
ولسمشر د اقتصادي ودې په برخه کې وويل چې اوس موږ په خپلو پښو ولاړ يو او د وارداتو ځای صادراتونيولی دی.
ياده دې وي چې ولسمشر په هر اړخیز ډول ټينګار وکړ چې د هوساينې او بساينې په خاطر به روان مزل چټک کړي.
باید وویل چې د کابل پروسې ننۍ ناسته په ارګ کې جوړه شوې او تر مازديګر پورې به پر ډيرو نورو مواردو هم خبرې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *