د طالبانو نوی تکتیک/ سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

طالبان چې په ملي او نړیواله کچه ترهګر پيژندل کیږي او له ټولو وحشتونو یې پرده پورته شوې ده، نور په ټولنه کې پخوانی ځآی نه لري.
ځکه دې ډلې تراوسه د افغانانو هغه غوښتنې و نه منلې چې د اوربند او سولې ته د رسیدو لپاره یې لري.
خلک غواړي چې جګړه پای ته ورسیږی او افغانان سولې ته ورسیږي، خو طالبان د جګړې لپاره بیلابیلې پلمې لټوي.
مخکې به طالبانو خلک په دې پلمه جلبول او همکارۍ ته به یې اړ کول چې د اشغال پرضد جګړه کوي، خو اوس یې چې له امریکا سره هوکړه وکړه او بیا یې جګړه پيل کړه، هیڅ ډول پلمه نه ده ورپاتې.
له همدې کبله د طالبانو لیکو ته د خلکو جلب او جذب کم شوی او هغه ډول چې پخوا به یې جاهل ځوانان په کاذبو تبلیغاتو تير ویستل اوس یې نه شي تير ویستلی.
اوس طالبانو د خلکو د جلب او جذب لپاره نوی تکتیک پیل کړی دی.
طالبانو هاوانونه پيدا کړي، لومړی افغان ځواکونو باندې برید وکړي او بیا هاوانونه په کلیو باندې مرش کړي چې په هر کور ولګیږي ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
طالبان کلیو کې خلکو ته وایي چې د هاوان مرمۍ افغان ځواکونه وروي او مرګ ژوبله هم ورته اړوي.
دا د دښمن تر ټولو سپک تکتیک دی چې غواړي په دې سره افغان ځواکونه نوم بدي کړي او د خپلو شومو ګټو لپاره ملکیان قرباني کړي.
بغلان، زابل، ارزګان، کونړ، کندز، تخار او فراه هغه ولایتونه دي چې وروستیو کې طالبانو پکې له دې تکتیک کار اخیستی دی، ملکیان یې قرباني کړي او بیا یې مسوولیت پر افغان ځواکونو اچولی دی.
افغان ځواکونه اوس په فعال دفاعي حالت کې دي او که طالبان پرې برید و نه کړي، افغان ځواکونه هیڅ ډول عملیات او برید نه کوي.
افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې چې هیڅکله به ړانده بریدنه نه کوي او نه ړندې مرمۍ د خلکو په کورونو وروي.
افغان ځواکونو په کلیو او ولسوالیو کې د خلکو امنیت ته شپه او ورځ پراته دي، نو بیا څنګه پر خلکو بریدونه وکړي.
خو دا طالبان دي چې د جګړې لپاره مشروعیت پسې ګرځي او په دې ډول غواړي چې خلک د افغان ځواکونو پروړاندې جګړه کې له ځان سره کړي او د جګړې قرباني یې کړي.
خلک دې په دې خبر وي چې افغان ځواکونه د هېواد د خاورې او ناموس ساتونکی دي او هيڅکله به خلک د جګړې قرباني نه کړی.
افغان ځواکونه د افغانستان او افغانانو لپاره قربانۍ ورکوی او هیڅکله به اجازه ور نه کړی چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان ګټې د تل لپاره خوندي کړي.

Share this page to Telegram

Comments