د طالبانو نومول شوی ولسوال نیول شوی

comments 0

3 Views

هندوکش ـ سمنګان: راپورونه وایي، د سمنګان دره صوف پايين لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال بلخ کې نيول شوی دی.
د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د سمنګان دره صوف پايين ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيولی دی.
د بلخ امنيه قومندان وويل، چې ملا بصير تېره ورځ په کشنده ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال ونيول شو.
هغه زياته کړه چې له ملا بصير سره د هغه يو ساتونکی او دوه ميله وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده.
د بلخ امنيه قومندان زياتوي، چې د طالبانو دغه ولسوال په بلخ او سمنګان ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد په ډېری تروريستي پېښو کې لاس درلود.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments