د طالبانو ننی وحشت او په وینو لړلي تنکي ماشومان: لیکوال:عبیدالله افغان

comments 0

0 Views

په کابل ښار کې د طالب نني وحشیانه برید د ښار سکوت مات کړ، اسمان ته پورته شوي لوګي يي خلک بیا و ويرول.
له تنکي ماشومه د کتابونو بکسه لويدلې وه کله به د یو دیوال بیخ ته پټ شو کله به د بل دیوال بیخ ته پټ شو چې له وحشي طالبه ځان وژغوري دا د وحشت داسې شيبه وه چې له ډيرو ځان هم ورک وو، مور خپل ماشوم ورک کړی وو او ماشوم خپله مور، هر سړي ته يوازې ځان ور په ياد وو، په یوه مطلقه استوګنيزه سیمه کې د پورته شوي لوګي له امله د لرو پرتو سیمو خلکو فکر کاوو چې بیا به چيرته اور لګيدلی وي خو نه دا اور د برښنا د شارتۍ اور نه بلکه د طالب د ټپل شوې جګړې هغه لوګی دی چې اتلس کاله کيږي ددې وطن آبادي، ژوند او هيلې يي لولپه کړې.
يوې مور د تازه خبر له اوریدو سره سم سرتوره په کوڅه کې منډې کړې او نارې يي کړې« وی زوی مې»
ټکسي چلونکي، کراچيوان، هټۍ وال او هغه چې لږ تر لږه ژوندي پاتې وو په توره خړه کې هر لوري ته وارخطا منډې وهلې چې ځان وژغوري.
د دود غلظت د لمر رڼا پيکه کړې وه، هلته يو بل وحشي له همدې فرصته په استفادې د ملکی وګړو په کور کې سنګر نیولی وو او هر لوري ته يي خورې ورې ډزې کړې.
له افغانستانه زرګونو کیلومتره لرې په کوټه کې د « ذبیح الله مجاهد» په نوم ناست یو کس بیا پر خپل ټويټر ولیکل« د دفاع وزارت پر لوژستيک ریاست برید کې لسګونو غلامان مردار شو»
ټول هک پک شول چې کوم لوژستیک؟ کوم غلامان؟کوم کفار؟ دلته خو د ماشوم پر مخ وينې را روانې وې دا تنکي ماشومان بیا کله رئيسان شول؟ له دوی سره خو بکسې وې درس يي وايه دا سواد زده کړه او درس ویل بیا کله کفر شول؟ د خدای پيغمبر خو فرمايي چې « اطلب العلم ولوکان فی صین» موږ خو بچي ښونځي ته لیږلي وو ددوی د تکفیر فتوا بیا له کومه شوه؟ کوم نوی پيغمبر خو به نه وي مبعوث شوی؟ هبت الله ته خو به وحې نه وي شوي؟
خدای خبر څه ووایم؟ نه پوهيږم څه ولیکم؟ خو دومره پوهیږم چې ننی برید پر نظامي اهدافو نه بلکه ددې وطن پر هوساينه، بساينه، سکوت او سکون برید وو، هغه سیمه چې په نښه شوې هلته هټۍ وې، خصوصي نوم لرونکی ښونځی وو، لویه لاره وه، د ختيځ زون نارسمي هډه وه او د عیدګاه په شان ستر جومات وو.
موږ خوشاله وو چې د آزادۍ سلمه کليزه به په عیدګاه کې لمانځو، عیدګاه جومات کال مخکې هم د طالب وحشت وران کړی وو خو ډير ښه رغول شوی وو نن به يي بیا ښيښې ماتې شوې وي، ډيرې برخې به يي زیانمنې شوې وي.
په ګلهبار نومي ښارګوټې کې تنکي ماشومان هم وو، ښځمنې هم وې،ناروغان هم وو او ډير داسې ماشومان هم وو چې بیګاه تولد شوي وو او د طالب وحشیانه درز زره چاودي کړل.
خو طالبه!
افغانان په مرګ والله که خلاص کړې، په داسې وحشتونو د کابل ښکلا په خدای که بدرنګه کړې خو تا خپل تاريخ بدرنګه کړ.
ته او خدای چې کله دد داسې وحشت مسولیت اخلې ګوتې دې نه ریږدي؟
ته او خدای چې کله لیکې مرتدين مې وژلې او بیا په وينو لړلي تنکي ماشومان ګورې خجالت نه باسې؟

څه دې وکړل؟ پنجاب دې وران کړ، تهران دې وران کړ او که امریکا دې ورانه کړه؟
وه له خدایه بې خبره د دین او اسلام ازلي دښمنه افغان دې وواژه، افغانان دې قتل عام کړل او پر اسلام دې اورونه بل کړي.

Share this page to Telegram

Comments