د طالبانو مهم قومندان ملا امین ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: شمال کې د شاهین قول اردو وايي، د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم قومندان ملا امین وژل شوی دي.
د شاهین قول اردو د مطبوعاتو مسوول حنیف رضایي وايي، ملا امین چې یو ظالم قومندان و له ۱۰ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
ملا امین د افغان ځواکونو هوایي برید کې له لس نور ترهګرو سره وژل شوی چې درې نور کسان یې ټپيان شوي دي.
ملا امین په فاریاب کې د طالبانو تر ټولو لوی پلانونه تطبیق کول او د ډيرو بې ګنا خلکو په وژلو تورن و.
ملا امین د کشفي راپور په اساس وژل شوی او له ډیر وخت راهیسې یې افغان ځواکونه د وژل کیدو په هڅه کې و
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments