د طالبانو منځ کې خپلمنځي جنجالونه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې طالبانو له افغان دولت او افغانانو سره د سولې خبرې رد کړې او په جګړه یې ټینګار وکړ، د طالبانو په لیکو کې یو ځل بیا درز پيدا شوی دی او ځینې ډلې چې د سولې پلوي دي د طالبانو له دې طرحې سره مخالف دي چې ولې په جګړه ټینګار کیږي.
د طالبانو د ځینو ډلو سر اوس په دې خلاص دی چې د طالبانو جګړه پروژيي ده، له روسیې، ایران او پاکستان پيسې اخلي او په دې پیسو باندې افغانان خپلو منځو کې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.
طالبان چې د اشغال په نوم جګړې ته دوام ورکړی، مشران یې د جګړې له درکه ارام ژوند لري، اولادونه یې زده کړې کوي، د جګړې له درکه یې زیات کاروبارونه جوړ کړي او نه غواړي چې سوله وشي.
د طالبانو دمشرانو اولادونه د جګړې قربانی نه دي، نو له همدې کبله له نورو هېوادونو پيسې اخلي او په یو او بل نوم باندې افغان ځوانان چې خام فکر لري، جذبوي او هره ورځ وژل کیږي.
د وروستیو مالوماتو له مخې هره اوونۍ پنځه سوه طالبان وژل کیږي، دا د طالب مشرانو اولادونه نه دي، دا یواځې د غریب اولاد دی چې طالبانو په دروغجنو تبلیغاتو د جنت په هوسونو د جګړې لپاره جذب کړی دی، په داسې حال کې چې دا جګړه د جنت او دوزخ نه ده، دا جګړه د جهاد او شهادت نه ده، دا جګړه پردۍ ده چې د طالبانو د مشرانو او د جګړې د سوداګرو ژوند په کې جوړ دی.
اوس چې طالبانو امریکا ته هم لاس اوږد کړی، د طالبانو ځینې ډلې پوه شوي چې بې ځایه جګړه کوي او بې ځایه افغان وژنې کوي، طالبانو له امریکا غوښتی چې د قطر دفتر د مصارفو په نوم پيسې ورته ورکړي، خو دا طرحه په کانګرس کې رد شوي چې ترهګرو ډلو ته پیسې نه ورکول کیږي.
طالبانو دا کار پټ کړی و او غوښتل یې د جنګي ډلو څخه په پټه پيسې ترلاسه کړي چې ژوند جوړ کړي، خو د امریکا د کانګرس یو غړي دا موضوع ډاګیزه کړه او طالبانو د ناچارې ورځې دا موضوع رد، خو خپلو جنګي ډلو ته یې قناعت نه دی ورکړی.
د طالبانو جنګي ډلې چې هره ورځ وژل کیږي او یا هر ورځ تر څار لاندې دي او ممکن ووژل شي، اوس په دې پوه شوي چې مشران یې په پروژو کې بوخت دي او دوی یې جګړې ته پريښي دي.
طالبانو د افغان ولس اکثریت غږ رد کړ چې د اوربند غوښتنه یې کوله، د ولس تمه وه چې د روژې میاشت کې به اوربند وشي، خو داسې و نه شول، طالبانو د سولې پرځای روژه کې په جګړه ټینګار وکړ او په دې روژه کې یې هم زیاتې کورنې د ویر په ټغر کینولې.
نږدې ده چې د طالبانو جنګي ډلې یا وویشل شي او یا له جګړې لاس واخلي، ځکه دا ډلې نور په هغو مشرانو پسې نه ځي چې هر ځل یې کله په روسیه خرڅوي او کله په امریکا، ایران او پاکستان.
دا جګړه به پای ته رسیږي او بیا به د طالبانو مشران هم لکه دنورو ډلو پخوانیو مشرانو غوندې ولس ته سترګې نه لري.

Share this page to Telegram

Comments