د طالبانو مرګونې ورځې / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

طالبانو سره چې کله امریکا د سولې خبرې وځنډولې اوس یې زور له افغانانو وباسي او هره ورځ په ډير وحشت او ویاړ سره افغانان قرباني کوي او د دې قربانیو په بدل کې له پاکستان، ایران او روسیې پراخ امکانات لري.
تاسو وګورئ چې طالبان د غریب سړي اولادونه په کاذبو تبلیغاتو باندې تېر باسي، د جګړې لیکو ته یې لیږي، له افغان ځواکونو سره یې جنګوي او یا ورپورې بم تړي او یو ځای ته یې لیږي چې ملکی وګړي پرې ووژني.
ایا د طالبان یو ځانمرګی پوښتنه نه شي کولی چې دا جهاد یواځې په ما فرض دی؟
ایا د طالبانو وسله وال یوه ورځ پوښتنه نه شي کولی چې د رهبرانو اولادونه یې چرته دي او څنګه ژوند لري؟
ایا د طالبانو وسله وال یوه ورځ پوښتنه نه شي کولی چې ولې یواځې موږ جګړه کوو، ولې د رهبرانو اولادونه او خپلوان د جګړې ډګر ته نه ځي؟
ایا د طالبانو وسله وال یوه ورځ پوښتنه نه شي کولی چې رهبران یې څنګه فیشني او له امکاناتو ډک ژوند لري.
ای کاش د طالبانو وسله والو یوه ورځ ځان سره فکر کړی وی چې دا هر څه د څه لپاره ؟
ای کاش د طالبانو یو وسله وال له هر ځانمرګي وروسته د قربانیانو د میندو او خویندو چیغې اوریدلی.
ای کاش دوی په کاذبو تبلیغاتو چې د اسلام په نوم ورته کیږي، غوږ نه ایښودلی.
بیا به تاسو لیدلی وی چې څوک له طالبانو سره جګړې ته تلل او چا به ځانمرګي ته زړه ښه کړی وی.
طالبان له نورو هېوادونو جاسوسان او ترهګر راولي، دلته ورپورې چاودیدونکي توکي تړي او یو ځای یې روانوي چې افغانان پرې قربانی کړي.
طالبان د پردیو هېوادونو خلک خپلو کورونو کې ساتي او یا یې د نورو کورونو کې په زور پټوي او بیا ترې جګړه کې کار اخلي.
د نور هېوادونو خلک به څه د افغانانو ارزښتونو ته قایل شي، څه به د افغانانو ژوند ورته ارزښت ولري، څه به ورته د افغانې مور اوښکې ارزښت ولري.
تاسو ولیدل، د کندز څخه یو کس نن سهار کیسه کړې چې تېره شپه یې د طالبانو یوه ډله په زور کور ته دننه شوې، یوه بجه یې د کور خاوند ته ویلي چې چای ورته برابر کړي، د کور خاوند په وخت خپل اولادونه له خپل کور څخه د ورور کور ته لیږدولي دي، کله چې چای تیاریږي، په کور بې پيلوټه الوتکه برید کوي او ټول ترهګر له منځه ځي.
په دې ترهګرو کې د طالبان د ازبکستان هېواد تبعه قومندان هم شامل دی چې د سرې قطعې قومنداني یې په غاړه درلودله، خو له نیکه مرغه چې د کور خاوند خپل اولادونه له کوره ویستلي و او چاته زیان نه و اووښتی.
نو ویلی شو چې د بهرنیو او افغان ځواکونو بریدونو کې د ملکي وګړو په تلفاتو هم طالبان ملامت دي، ځکه د خلکو کورونو کې په زور پنا اخلي او کله چې برید وشي، د کور غړي ورسره هم زیانمن کیږي.
دا ورځې چې طالبانو پکې جګړې ته شدت ورکړی، ورسره سم د طالبانو مرګ ژوبله هم لوړه شوې او تېره میاشت کې شاوخوا دوه زره طالبان وژل شوي چې مهم قومندان او والیان پکې هم شامل دي.

Share this page to Telegram

Comments