د طالبانو ماین په ملکي وګړو چاودنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا یحی خيلو ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې اته کلن ماشوم وژلی، یوه ښځه، دوه ماشومان او یو بل نارینه یې ټپیان کړي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان محمد عظیم هاشمي وایي،چاودنه تیر مازیګر شاوخوا شپږ بجې د یحی خېلو ولسوالۍ په مغلو سیمه کې هغه مهال شوې، چې د ملکي وګړو موټر پر لاره تیرېده.
تر اوسه د پېښې مسئولیت چا ندی منلی، خو امنیه قوماندان یې پړه پر طالبانو اچوي.
دا به لومړی ځل نه وي چې د طالبانو ماین په ملکي وګړو چاودنه کوي، تر دې وړاندې هم څو ځل د طالبانو ماینونه په ملکي وګړو چاودلي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments