د طالبانو ماین دوه تنه شهیدان کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: راپورونه وایي، د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي شهیدان کړل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د زرمت منصور قبر سیمه کې د ملکي وګړو پر فلائنکوچ موټر چاودنه شوې او دوه کسان په کې شهیدان شوي دي.
طالبان دا ماین د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای کړی و چې په ملکي وګړو یې چاودنه کړې.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ماین په ملکي وګړو چاودنه کوي، تر دې وړاندې هم بیا بیا دا ډول چاودنې په ملکي وګړو شوي چې قرباني یې هم زیاته وه.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments