د طالبانو لپاره مرګونی کال / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ځواکونو اوس تر بل هر وخت د وسله والو ترهګرو پروړاندې عملیات چټک کړي او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي دي، د ملي دفاع وزارت د تېرو څلرویشت ساعتونو ارقام ښيي چې شاوخوا درې سوه یواخې ترهګر طالبان طالبان وژل شوی او تر څنګ یې داعش وسله وال ترهګر هم په عملیاتو او بریدونو کې وژل شوي دي.
د تېرو څلرویشت ساعتونو عملیاتو کې د افغان ځواکونو یوه بریا دا وه چې یو جنایت کاره او خونخواره طالب مشر ملا مشر اخند باندې مشهور او د فراه لپاره د طالبان تش په نامه والي هم وژل شوی دی.
ملا مشر اخند د فراه ښار په جګړه کې زیات جنایتونه کړي و، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر څنګ یې ډیرې عامه او دولتی ودانۍ سوځولې وه، ملا مشر اخند د طالبانو یو مهمو قومندانانو و چې ترهګرۍ کې یې زیات شهرت درلود.
که څه هم لومړیو کې د دې خبر په خپریدو سره طالبانو نه منله چې ګنې د دوی یو مهم جنګي طالب قومندان وژل شوی ، خو وروسته چې کله د دې تش په نوم والي عکسونه خپاره شول، طالبانو ومنله چې یو مهم کس یې له ملګرو سره له لاسه ورکړی دی.
کلونه جګړه کې هم افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي وي، خو دا چې حکومت اجازه نه ورکوله چې د طالبانو پرضد سخت عملیات وشي، طالبانو فکر کو چې ګنې افغان ځواکونه کمزوري دي.
حکومت او افغان ځواکونه او عام خلک په دې پوهیږي چې دا جګړه پردۍ ده او قرباني یې افغان ځواکونه ورکوي، خو دا چې طالبان یا د مجبوریت او یا د کم عقل له کبله جګړې ته ځي، جګړې دوام او شدت پيدا کړی دی.
له طالب پاتې کونډه او یتیم چاته پاتې کیږي، طالب خو جاهل دی او حکومت باندې د مزدور ټاپه وهي، خو تاسو لاړ شئ د شهیدانو او معلولینو وزارت کې وګورئ چې څومره طالبانو کونډو او یتیمانو ته پیسې او امتیازات ورکول کیږي.
داسې نه ده چې ګنې څوک په دې نه دي خبر، ښه خبر دي خو مجبوریت دی، د طالب د اعمالو سزا ډیر کله کورنۍ یې ګوري، بې سرپرسته پاتې دي او د ژوند سختې ګالي.
خو اوس چې طالب له جګړې لاس نه اخلي افغان ځواکونه هم مجبور شوي چې د طالب پروړاندې له سخت چلند څخه کار واخلي او پرضد یې عملیات سخت کړي.
تاسو به د طالبانو له دې جنایت خبر شوي یاست چې فراه او فاریاب کې افغان ځواکونه نیسي، بیا یې نه اسیروي ځای په ځای یې شهیدانوي او بیا یې په مخونو تیزاب اچوي چې کورنۍ یې مړی و نه ګوري.
طالب د افغانانو په مړو جسدونو رشخند وهي، ډول ډول حربي پرې زده کوي، خو افغان ځواکونه چې بیا کله طالبان ونیسي، ورسره د یو جنګي بندي چلند کوي محاکمه یې کیږي او زندان کې خپله موده تېروي.
دا چې طالب ته به زندان کې بیا کومې اسانتیاوې شته، دا به په راتلونکې لیکنه درته ډاګیزه کړم، خو طالب په هیچا رحم نه کوي، حتا په خپلو ماشومانو او مور او پلار هم رحم نه کوي او د مادیاتو لپاره هر ډول ظلمونه کوي.

Share this page to Telegram

Comments